ایکنانیوز د برناما خبري اژانس له قوله راپور راکړ،د ملایشیا د قرآن کریم د تلاوت او حفظ د نړیوالو سیالیو ۶۵ پړاؤ به د اګست په ۲ (د زمري د میاشتې ۱۱مه) د کوالالمپور په نړیوال سوداګریز مرکز (WTCKL) کې پیل شي او د زمري تر ۱۸ پورې به دوام وکړي.
د ملایشیا د مذهبي چارو وزیر محمد نعیم مختار، په کوالالمپور کې د ۲۰۲۵ کال د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د پیل په وړاندېنیو مراسمو کې وویل: په دغه پړاؤ کې به د ۵۰ هېوادونو ۷۲ حافظان او قاریان ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه: له ټولو ګډونوالو څخه ۴۰ تنه به د قرآن د تلاوت په برخه کې او ۳۲ تنه به د حفظ په برخه کې سیالي وکړي.
نوموړي څرګنده کړه: د ګډونوالو د ټاکلو بهیر د مئ په ۱۹ تر ۲۳ پورې (یعني د غبرګولي ۲۹مه تر د اسد د میاشتې تر ۲ ) پورې په انلاین ډول ترسره شو چې د با تجربه قاضیانو له خوا وڅېړل شو څو عدالت او شفافیت تامین شي. د دې کال د سیالیو شعار «د امت پرمختګ» ټاکل شوی او د دې هېواد د لومړي وزیر انور ابراهیم له خوا به په رسمي ډول پرانستل شي.
د ملایشیا د ګډونوالو په اړه نوموړي وویل: ایمان رضوان محمد رملان (له پراک څخه) او وان صوفیا عینی وان محمد زاهدی (له ترنګانو څخه) به د تلاوت په برخه کې برخه واخلي او محمد ادیب احمد رزینی (پراک) او پوتري عونی خدیجه محمد حنیف (کلانتان) به د حفظ په برخه کې ګډون وکړي.
محمد نعیم زیاته کړه چې دا ځل به د بېلابېلو هېوادونو، لکه مالیزیا، سعودي عربستان، مصر، اردن او انډونیشیا څخه ۱۶ با تجربه او وړ قاضیان د سیالیو قضاوت پر غاړه ولري څو دا بهیر عادلانه او شفاف ترسره شي.
هغه د تلاوت د برخې د ارزونې معیارونه په دې ډول بیان کړل: تجوید (د تلفظ درستي)، لحن (اهنگ او لهجه)، فصاحت (رواني) او د غږ کیفیت، او د حفظ برخه به د حفظ په سمووالی او روانۍ ارزول کېږي.
د سیالیو د شعار په اړه نوموړي وویل چې دا د ملایشیا له لیدلوري سره سمون لري چې غواړي یو متمدن ملت جوړ کړي، نه یوازې په فزیکي او بنسټیز پرمختګ کې بلکې په معنوي، فکري او اخلاقي برخو کې هم.
هغه یادونه وکړه چې ملایشیا د ۱۹۶۱ کال د مارچ له ۸ راهیسې چې د MTHQA سیالۍ یې پیل کړې، د دې سیالیو په ښه کوربتوب مشهور پاتې شوی او په ۲۰۱۶ کال کې ئې د کویت له نړیوالې قرآني جایزې څخه د «تر ټولو غوره قرآني پروګرام» جایزه هم ترلاسه کړې ده.
نعیم زیاته کړه چې «جاکیم» اداره به د دغو سیالیو کیفیت او اعتبار د زمانې له غوښتنو سره سم، د ډیجیټل او مصنوعي هوش (AI) په کارولو سره، لا لوړ کړي.
د سیالیو جایزې په دې ډول دي: د هرې برخې لومړی مقام به ۴۰ زره رنګیت نغدې پیسې ترلاسه کړي، دویم مقام ۳۰ زره رنګیت او درېیم مقام ۲۰ زره رنګیت به د ملایشیا د اسلامي اقتصادي پرمختیا له بنسټ (YaPEIM) سره له نورو جایزو سره یو ځای ورکړل شي.
د دې سترې ناستې یوه ځانګړې برخه به د کوالالمپور د مرکزي اورګاډي له تمځي څخه تر هاتیا ښار پورې د قرآن د تلاوت ځانګړی پروګرام وي، چې هدف یې د مالیزیا په ریکارډونو کې د «په یوه نړیوال اورګاډي سفر کې تر ټولو اوږد قرآن تلاوت» په نوم نوی ریکارډ ثبتول دي.
په پای کې ویل شوي چې د ایران نوموتی قاري محسن قاسمي، د هېواد د قاریانو او حافظانو د لیږد او بلنې کمېټې له لوري د ملایشا په دې ۶۵مه نړیواله دوره کې د ګډون لپاره ټاکل شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4294498